ناټو: له افغانستانه د ځواکونو اېستل په شرایطو پورې تړلي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ناټو سازمان مشر ین ستولتنبرګ وايي افغانستان کې د دې سازمان اړوند ځواکونو د پاتې کېدو او یا وتلو پریکړه شرطونو پورې تړلې ده.
د هغه په خبره، که څه هم د دوحې تړون له مخې د مۍ تر اولې باید ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي، خو دا هرڅه په شرایطو پورې تړلي او طالبان باید ژمنې پوره کړي.
د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې دا ډله تاوتریخوالي کموي، له القاعده او نورو وسلوالو ډلو سره اړیکي پرې کوي او د سولې خبرې کوي.
که څه هم دې ډلې له تېر سپټمبر راهیسې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې، خو کوم پرمختګ پکې نشته.
د ناټو سرمنشي هم پرون ناوخته برسلز کې د ې تړون له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل ناټو د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي او غواړي د سولې لپاره روانو هڅو ته نوې سا ورکړي.
هغه یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې طالبان باید تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د دوحې هوکړې ژمنې عملي کړي.
تمه ده چې نن د ناټو دفاع وزیران د خپلې دویمې ورځې غونډې په پایله کې افغانستان کې د خپلو حضور په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې له لومړۍ ورځ وروسته د دغه سازمان مشر ین ستولتنبرګ خبري غونډه کې د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټن نه مننه وکړه چې له افغانستان د ځواکونو د وتلو په اړه یې جوت پيغام ورکړی.
هغه ویلي ټولې پریکړې او مشورې به په ګډه کیږي.
د ناټو سازمان مشر له افغانستان د ناټو د شاوخوا لس زره سرتیرو د اېستلو او یا پاتېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان کې د ځواکونو موجودیت او نه موجودیت مشروط دی.
هغه د دوحې هوکړې ته په اشاره وویل تر راتلونکو څه باندې دوو میاشتو د ځواکونو ټاکل شوې نیټه رارسیږي خو دا هر څه مشروط دي.
“په دې هوکړه کې د مۍ لومړۍ نیټه ټاکل شوې، خو له افغانستان د وتلو ژمنه د شرطونو له مخې ده، افغانستان کې زموږ حضور مشروط دی. طالبان باید خپل ژمنتیا پوره کړي. ” ناټو اوس د سولې بهیر ملاتړ او په بشپړه توګه د دې هوکړې د عملي کولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي. موږ به له افغانستان په مناسب وخت کې ووځو. اوس تمرکز پر دې دې چې څنګه شو د سولې د خبرو او هڅو ملاتړ وکړو. او دا چې څنګه کولی شو خبرې بیا پیل شي، نوې سا ورکړل شي او نوی خوځښت رامنځته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments