ناټو لا هم په سوله باوري نه ده

comments 0

هندوکش – امریکا: ناټو ویلي، لا وختي دی چې ووايي، افغانستان کې به د سولې په اړه هوکړه وشي او که نه؟
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر ټويټر لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره یې کتلي او دا درېيم ځل دی چې له ده سره په تېرو څو اوونیو کې ویني.
سټولتنبرګ ويلي، ډېر وختي دی چې وویل شي ایا په افغانستان کې د سولې په اړه به هوکړه وشي او که نه؟
ناټو به سوله ‌یيز حل ته د شرایطو رامنځته کولو په موخه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
خليلزاد ويلي، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډه موخه، افغانستان کې د سولې هوکړې ته رسېدل دي، نه د سرتېرو وتل.
خلیلزاد ليکلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی د افغانانو تر منځ د تفاهم او د شرايطو پر اساس ټاکل کيږي.
فکور نعیمي

Comments