ناټو: طالبان دوه لارې لري

comments 0

هندوکش:د ناټو سازمان خبرداری ورکړی چې طالبان دې یا سوله وکړي او یا دې مرګ ته تیار شي.

دا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تازه خبرداری دی چې وايي، که طالبان سوله ونه منی نو وبه ځپل شی.

سټولټنبرګ بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارۍ په  اړه د بحث لپاره جوړه شوې غونډه کې وویل، طالبان دې یا سوله وکړي او یادې مرګ ته تیار شي.

سټولټنبرګ وویل، دا پیغام د افغان ځواکونو د روزنې د پروګرام د پیاوړي کولو له لارې ښه رسېدای شي

 

Comments

Leave a Reply