ناټو سولې ته لومړیتوب ورکوي

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د ناټو د ملکي برخې استازي نیکولاس د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدین رباني سره لیدنه کې ویلي، ناټو افغانستان کې سولې ته لومړیتوب ورکوي، خو همهال له تروریزم سره جګړه هم کوي.
نیکولاس او رباني، قطر کې د طالبانو او امریکا خبرو، د سولې شرایطو، د افغان حکومت استازو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو بحثونه کړي دي.
خو خبر کې دا نه دي ویل شوي چې کومې پایلې ته رسیدلي او که نه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments