ناټو: روسیه دې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي

comments 0

هندوکش-بلجیم: د ناټو سرمنشي وايي چې له طالبانو سره د روسيې د ملاتړ په اړه کره اسناد نه لري، خو له روسيې يې وغوښتل چې د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
دغه څرګندونې د ناټو سرمنشي یينز سټولټنبرګ نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان له سرمشريزې غونـډې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.
ټاکل شوې ده سبا د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو یوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګډون کوي. د ناټو سرمنشي په ياده خبري غونډه کې وويل چې «په افغانستان کې د ناټو د ماموريت او د افغانستان وروستي حالات ارزول شوي او راتلونکې مياشت به افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه وشي».
سټولټنبرګ وويل، «دغه سازمان نه غواړي يو ځل بيا جګړه ييز ماموريت پيل کړي، خو د افغان امنيتي ځواکونو روزنه، مشورې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي».
نوموړي طالبانو سره د روسيې د مرستو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى هم داسې راپورونه ترلاسه کړي، خو په دې اړه کره اسناد يې لا نه دي ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه، ناټو روسیه هڅوي چې د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
د ناټو سرمنشي د افغانستان وضعيت بحراني وباله او د دغه سازمان د ځواکونو زياتول يې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مهارولو لپاره مهم وبلل.
فریده خپلواک

Comments

Leave a Reply