ناټو د خلیلزاد پرهڅو بحث کوي

comments 0

هندوکش – کابل: ناټو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیلزاد د سولې پر هڅو د وزیرانو په غونډه کې بحث کوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، افغانستان کې د سولې په اړه د امریکا پر هلو ځلو به د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.
د ناټو غړیو هېوادونو وزیران به د راتلونکې پنجشنبې ورځ په امریکا کې د افغان سولې په تړاو بحث وکړي.
سټولټنبرګ ویلي، خلیلزاد تازه تېره اوونۍ په ناټو کې له متحدانو سره د څلورم ځل لپاره سلا مشورې وکړې.
هغه ویلي، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانان او په کابل کې د ناټو جګپوړی ملکي استازی له خلیلزاد سره له نږدې همغږي کوي.
سټولټنبرګ یو ځل بیا ویلي، افغانستان کې له امریکا سره په ګډه دېره دي او د خپل شتون او نه شتون په اړه به ګډه پرېکړه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments