ناټو: د افغان ځوکونو د روزنې او همکارۍ ته دوام ورکوو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ناټو سازمان او یو شمېر نړیوال بنسټونه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ به د هغوي مالي ملاتړ هم کوي.
په بروکسل کې د ناټو سازمان له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د ناټو مرستیال سرمنشي میرسیا جیوانا له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو له استازو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون کړی و. سرچینې وايي، چې د دغه کنفرانس مشري د سویلي اسیا سیمې لپاره د نړیوال بانک مرستیال کوله. په خبرپاڼه، چې د دغه کنفرانس ګډونوالو په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره خبرې اترې وکړي .
د کنفرانس ګډونوالو له افغان ځواکونو د روزنې او همکارۍ ټینکار کړی دی.
عبید رادپور

Comments