ناټو د افغانستان په تړاو غونډه کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: راپورونه وایي، چې نن د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په تړاو غونډه وکړي.
دغه غونډه چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې جوړېږي موخه یي د افغانستان وضعیت څېړل بلل شوي دي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي په افغانستان کې د ناټو شتون موخه په افغانستان کې د سیاسي سوله ییز حل لارې موندل دي.
د ناټو سرمنشي ویلي هدف دا نه‌دی چې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شي، هدف دا دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکړي.
له دې مخکې، د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو مشرانو اعلان کړی و چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان ځواکونه تمویل کړي.
ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ پرېکړه نه‎ده شوې.
فکور نعیمی

Comments