ناټو: جګړه د پوځي لارې نه حل کېږي

comments 0

هندوکش – امریکا: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، که څه هم افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري، خو طالبان هم باید پوه شي چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلای.
د سټولټنبرګ په وینا، یو غښتلي افغان پوځ ته اړتیا ده چې وکولای شي سیاسي حل لارې ته شرایط برابر کړي.
کابل کې د ناټو په مشرۍ د جنګیدونکي پوځي ځواک مشر بیا طالبانو سره سوله ناشونې بللې.
ناټو پریکړه کړې چې په روان میلادي کال کې به د ناټو غړي هېوادونه د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورې لپاره مشاورین زیاتوي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply