ناټو افغانستان کې سرتېري زیاتوي

comments 0

هندوکش- امریکا: ناټو پریکړه کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره افغانستان کې د سرتېرو شمېر زیات کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې خبریالانو ته ویلي چې غواړي د ۲۰۱۸ م کال تر پایه د ناټو ځواکونو شمېر له شپاړس زرو پورته کړي.
ناټو له المان مننه کړې چې له وړاندې یې افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو پریکړه کړې او غواړي افغانستان کې د روزنې او مشورې ماموریت ته نور سرتېري ولیږي.
ناټو دا اړتیا یادوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې اړینه ده چې د افغان ځواکونو لپاره د روزنې او سلا مشورې برخه پیاوړې کړي.
ناټو په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیل اغیزناک بللی، خو دا یې نه دي ویلي چې شمېر به یې زیات کړی او که نه؟
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply