ناولني بیا زنداني شو

comments 0

هندوکش – روسیه: د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خپل ستر سیاسي رقیب الکسي ناولني یو ځل بیا زنداني کړ.
د اپوزیسیون ګوند د مشر ناولني مدافع وکیل وايي هغه دا ځل پرته له کوم دلیل څخه زنداني شوی او د وکیل نیولو حق هم نه ورکول کیږي.
ناولني له پیله د پوتین پر حکومت نیوکې کوي او واکمني یې ننګوي.
ولادیمیر پوتین له الکسي ناولني څخه په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ حق هم اخیستی و.
۴۲ کلن ناولني د روان کال په می میاشت کې د پراخو لاریونونو د راویستلو په خاطر هم ۳۰ ورځې بندي شوی و.
اپوزیسیون ډلې وايي دا ځل د روسیې حکومت د ناولني د نیولو لپاره هیڅ حقوق دلیل نه لري.
عزت الله تبیان

Comments