نازیانو کې پاڅون کوونکو داعش وسله وال وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، د نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې اته داعش وسله وال وژل شوي او درې ونيول شول.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل، تیره شپه شاوخوا درې بجې ولسي پاڅون کوونکو پر داعش وسله والو برید کړی چې اته کسان یې ترې وژلي او درې یې نیولي دي.
خوږیاڼی وايي، دغه نښته کې دوه پاڅون کوونکي هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نازیان هغه ولسوالي ده چې ځینو سیمو کې یې داعش وسله وال فعالیت کوي او کله کله پر ولسي وګړو بریدونه کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments