نارامه خوب کول د شکرې ناروغۍ سره تړاو لري

comments 0

امريکائي څېړونکو ويلي چې د شپې له مخې نارامه خوب کول کېدلى شي چې په وګړو کې د شکرې د ناروغۍ د راپيدا کېدو خطر زيات کړي.
ډاکټر اسرا تسلي ويلي:
د شکرې د دويم ډول ناروغۍ څخه د مخنيوي او يا د پرمختګ د ځنډولو لپاره يې په کار دي چې داسې يوه ستراتيژي په نظر کې ونيول شي چې په هغې کې د خوب موده او څرنګوالى ښه کول د يو اغېزمن فکټور په حيث ورکارول شي.
د څېړونکو امريکائي ډلې په هغو کسانو کې چې په داوطلب ډول حاضر شوي وو دغه په زبات رسولې چې کله به دغه کسان ډېر ژور خوب باندې ويده کېدو ته نژدې شو ، دوي به يې راويښ کړل. ګوري چې په وينه کې يې د انسولين په وړاندې مقاومت رامنځته شوى.

په وينه کې هغه وخت د ګلوکوز کچه په لوړېدو شي چې کله د انسان بدن د انسولين د نورمالې کچې په شتون کې د انسولين سګنالونو ته په سمه توګه ځواب ونه وايي او دا هغه وخت رامنځته کېږي چې د انسان د بدن وزن زيات وي ، او يا د شکرې په ناروغۍ يانې د شکرې د ناروغۍ په دويم ډول باندې اخته وي.
پورته څېړنې د امريکا د ساينس په ملي اکاډمۍ کې په لاره اچول شوې وې.
پخوانيو څېړنو ښودلې وه چې د شکرې ناروغۍ او نارامه خوب له يو بل سره تړلي دي.
دغه هم لا له وړاندې مالومه وه چې ژور خوب کول له داسې بدلونونو سره يوځاى دى چې په ميټابوليزم باندې اغېز لري.
د څېړنو اصلي بڼه
ددې لپاره چې د خوب د څرنګوالي اغېز د وينې په ګلوکوز باندې لاسته راغلى وي نو د نهو تنو نارينه و او ښځينه و خوب يې د دوو پرلپسې شپو لپاره تر څارنې لاندې ونيو ترڅو مالومه شي چې د دوي د خوب نورمال حالت په څه ډول دى.
بيا په درې وروستيو شپو کې به د څېړونکو ډلې دغه کسان کله به چې ژور خوب ته تلل په يو لوړ غږ سره راپاڅول چې په دې کار سره به يې په دماغ کې د ډلټا د وړانګې اوږده کراره څپه را څرګنده شوه.
هغه ټول خوب چې به دوي کاوه هغه به همداسې پاتې و.
بيا به يې همدې داوطلبه کسانو ته ګلوکوز ور تزريق کاوه او د ورځې په اوږدو کې به يې د وينې ګلوکوز او د انسولين ځواب کوت . څېړونکو په دې ډول سره اته کسه پيدا کړل چې د هغوي بدنونه د انسولين په وړاندې يو څه حساسيت له لاسه ورکړى وو.
د څېړونکو مشر ډاکټر اسرا تسلي چې د شيکاګو په پوهنتون کې په کار بوخت دى وويل چې پخوا د شکرې د دويم ډول ناروغۍ شيوع په زړو او هغو کسانو کې چې چاغ وو مخ په زياتېدو وه خو دا هم د ارزښت وړ وه چې پوه شو چې کوم فکټورونه ددغې ناروغۍ پرمختګ زياتوي.
( په تېر ځل موږ څرګنده کړه چې که په سالمو ځوانانو کې د خوب موده محدوده کړاى شي نو ددې په پايله کې په هغوي کې د ګلوکوز په وړاندې تحمل يې را کمېږي.)
( اوسني مالومات نور هم موضوع روښانه کوي ، چې يواځې د خوب موده نه بلکې د خوب څرنګوالى هم د شکرې د ناروغۍ په خطر کې يو رول لري. )
هغه زياته کړه : (په هغو کسانو کې چې د شکرې د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي ، د شکرې د دويم ډول ناروغۍ څخه د مخنيوي او يا د پرمختګ د ځنډولو لپاره يې په کار دي چې داسې يوه ستراتيژي په نظر کې ونيول شي چې په هغې کې د خوب موده او څرنګوالى ښه کول د يو اغېزمن فکټور په حيث ورکارول شي.)
هغه وايي: ( په اوږده موده کې نارامه خوب او د شکرې ناروغۍ د زړو خلکو وصفي فکټورونه دي ، زياتو څېړنو ته اړتيا ده چې په دې اړه ترسره شي ترڅو مالومه کړي چې په هغو کسانو کې چې عمر يې زيات دى او د عمر له امله يې په خوب کې بدلون راغلى ، نو همدا د خوب تغير د ميتابوليکي تغيراتو سبب ګرځي که څنګه.)

Comments