نادري: طالبان دې د سولې طلايي فرصت څخه ګټه واخلي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د سولې په چارو کې د دولت وزیر له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره راغلی او له دغې فرصت څخه ګټه واخلئ.
سید سعادت منصور نادري پرون دغه وزارت ته د خپلې رسمي معرفۍ په غونډه کې وویل، چې حکومت د سولې لپاره مهم ګامونه اخیستي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا تشکیل، د طالب بندیانو خوشې کېدل او د مرکچي پلاوي جوړېدل دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په خپله اعلامیه کې د ښاغلي نادري له قوله لیکلي، چې له طالبانو یې غوښتنه کړې، د سولې خوب په واقعیت بدل کړي.
امنیت شورا پرون د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بشپړېدو خبر ورکړ.
د بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط بلل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments