مېوې لرونکې کلچه

comments 0

0 Views

اړين مواد:
1- ترميده اوړه دوه ګيلاسه
2- هګۍ دوې دانې
3- کوچي ١٠٠ ګرامه
4- کشمش نيمه چايخورۍ
5- بادام نيمه چايخورۍ
6- پيسته نيمه چايخورۍ
7- بيکينګ پوډر يوه د چايو کاچوغه
8- ميده سوې بوره يو ګيلاس
9- لېمبو دوې دانې.
د پخېدو ترتيب: لومړى بوره او کوچي ښه سره ووهئ، بيا هګۍ ور واچوئ، ښه يې سره ووهئ. که برقي ماشين وي، ډېر به ښه وي . بيا وانيلا او بيکينګ پوډر ور واچوئ. بيا اوړه ور واچوئ، وچي مېوې هم ور واچوئ، ښه يې سره ګډ کړئ. بيا د کيک قالب غوړ کړئ يا المونيم کاغذ پکښي هوار کړئ، جوړ سوي مواد پکښي واچوئ، د کاچوغي په شا باندي يې صاف کړئ .په تود سوي داښ کي يې د پنځه ويشتو دقيقو لپاره کښېږدئ.کله چي پاخه سول په چاړه باندي يې ټوټه ټوټه کړئ.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply