میوند کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولين وايي، تېره شپه بهرنیو ځواکونو د میوند ولسوالۍ اړوند مندوزو سيمه کې د طالب وسله والو پر دوو موټرو هوایي بریدونه کړي.
د کندهار پولیس وایي، د بریدونو په پایله کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
میوند د کندهار هغه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان یې ځینو سیمو کې فعالیت کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

 

Comments