میوند کې ټرافیکي پېښه شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، د کندهار ـ هرات پر لویه لار میوند ولسوالۍ کې ترافیکې پېښه شوې .
لومړني مالومات ښيي چې نن له غرمې وروسته د میوند ولسوالۍ اړوند تور مانده سیمه کې درې سوه درې بس او کرولا موټر ټکر کړی چې درنده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د کندهار والي ویان قدرت الله خوشبخت وايي، دغې ترافیکې پېښه کې ۱۷ کسان مړه او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په خبره، امکان لري چې د مړو شمېر زیات شي، ځکه د ځینو ټپيانو روغتیایي وضعیت د انديښنې وړ دی.
ننګیالې کوهنورد

Comments