میوند کې ملکي وګړي نه دي وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: حکومت د بشري حقونو د څار ادارې هغه راپور رد کړ، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ملکي وګړي وژلي دي .
د څار دغي ادارې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي وو، چې افغان ځانګړو ځواکونو په میوند ولسوالۍ کې هغه ملکیان په نښه کړي چې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو له وېرې له سیمې د تېښتې په حال کې وو.
څېړنو ښودلې چې بریدونو په طالبانو شوي او وژل شوي او ټپيان هم ټول طالبان دي چې له افغان ځواکونو سره به یې جګړې کولې.
افغان دولت وایي، طالبان ډیر کله د ملکي وګړو له کورونو د سنګر کار اخلي او هر کله چې د طالبانو لویه ډله ووژل شي، بیا په خپلو راپورونو کې یې ملکیان یادوي چې ماتې یې پټه شي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply