میوند کې عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار میوند ولسوالۍ کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی وايي، عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي.
سرچېنې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
د میوند ولسوالۍ تر څنګ د کندهار نورو ولسوالیو کې هم عملیات روان دي چې طالبان یې وارخطا کړي دي.
د یو بل خبر له مخې زابل کې هم طالبان وژل شوي دي.
پوځي سرچېنې وايي، اوه طالبان د ملي اردو د توپچي ځواک په ډزو کې وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو چارواکي همداراز د اوو کړیو ماینونو د خنثی کولو خبر هم ورکړی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments