میوند کې طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومنداني وایي، په میوند ولسوالي کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله وژل شوي او نهه نور ژوندي نیول شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، تېره ورځ پولیسو او ځانګړو ځواکونو د میوند ولسوالۍ اړوند “بند تېمور”، “سور بغل” او ” رېګن بازار” سیمو کې عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
تادین خان وایي، په دې عملیاتو کې نهه نور طالبان نیول شوي دي.
د خان په وینا، د وسله والو ګڼې وسلې، وسایط او ماینونه یې هم کشف کړي.
امنیه قومندان وایي، د طالبانو پرضد جګړه کې جدي دی او سخت به یې وځپي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments