میوند کې د طالبانو ماین یو ملکي وګړی شهید کړ

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، میوند ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ملکی وګړی شهید کړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېر ماښام د میوند ولسوالۍ اړوند د “تورو” په سيمه کې د ملکي وګړو یو موټر د طالبانو له لوري په خښ شوي ماین ور برابر شوی، چې یو ملکي وګړی پکې شهید شوی دی.
درانی وايي، ماین د وسله والو له لوري ځای پر ځای شوی چې په ملکي وګړو چاودلی.
یواځې میوند ولسوالي به نه وي چې پر ملکي وګړو ماین چاودلی، په ډیرو نورو سیمو کې هم د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه ډیر کله په ملکي وګړو چاودنه کوي او مرګ ژوبله وراړوي.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply