میموري که الکترونیکي ډاکتر؟

comments 0

0 Views

امريکايي ساینس پوهانو داسې يو چپ (ميموري) جوړ کړی، چې له دې وروسته به مو د مرض تشخیص لپاره ډاکټر ته د تلو اړتيا هم پېدا نه شي.
په دې وروستيو کې امريکايي انجينرانو او ساينس پوهانو داسې يو چپ جوړ کړی، چې ستاسو ټول روغتيايي ستونزې او معلومات ستاسو کمپيوټر او ټېلفون ته استوي.
دا چپ پرته له دې چې د بدن پوستکي ته زیان ورسوي د پوستکې له پاسه نسب کېږي او ډېر نرم خاصيت لري.
مخکې له دې، چې مريضي په تاسو غلبه وکړي او ستاسو د وجود نارمل حالت باندې منفي اغيز وکړي، نو دا چپ تاسو ته د همغه مریضي په هکله راپور ستاسو ټيلیفون او مبايل ته د وايرلېس(wireless) له لارې در استوي او نور به مو له ډاکټر څخه د يوې ورځې مخکې نمبر اخيستلو او په ساعتونو انتظار څخه وژغوري.
د دغه چپ دننه مايع شکله مواد شتون لري، چې چپ پکې په آسانه کولای شي په همغه محدوده کې د بدن د اطلاعاتو د راټولو په موخه حرکت وکړي.
د راجرز په نامه د همدغې الې د ټيم یو تن اختراع کوونکی وايې، چې دغه آله ډېره ارزانه ده او اخيستونکي کولای شي، چې په ډېرې آسانۍ سره ترې ګټه واخلي.
د پروفيسور راجرز په وينا په دغه آله کې د انسان په اړه ډېر نوي او پرمختللي ساينسي معلومات اچول شوي دي، چې کولای شي په خپله لوړه (data) باندې ډېر ژر د انسان مرض تشخیص کړي.
د دغه چپ جوړونکي زياتوي، چې دا یوازې الکټرونيکي ډاکټر نه؛ بلکې یوه داسي روغتيايي اله هم ده، چې تاسو ته د بدن زيانونو په اړه معلومات ور کولو ترڅنګ ستاسو په وجود کې د ځينو ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
امريکايي ساینس پوهانو دا چپ (ميموري) په داسي حال کې جوړ کړی، چې په افغانستان کې ډېر خلګ د مسلکي ډاکټرانو له کمښت څخه شکایت کوي.
که د دغه روغتيايي چپ (میموري) کارونه په افغانستان کې مروجه شي ښايي ډېر هغه افغانان، چې د ناروغۍ پر مهال ډاکټر ته پر وخت لاسرسی نه لري او يا د خپلې ناروغۍ د درملنې په موخه له هېواده بهر ځي له ګڼو روغتيايي ستونزو څخه و ژغورل شي.

Share this page to Telegram

Comments