میلر رسما د ماموریت د مشرۍ لپاره اعلان شو

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر په رسمي ډول جنرال سکاټ میلر په افغانستان کې د جګړې د رهبرۍ او ماموریت لپاره ونوماوه.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې په افغانستان کې د امریکا د پټو او ځانګړو عملیاتو دغه قوماندان د سپینې ماڼۍ لخوا په رسمي ډول وړاندیز شوی دی.
که د میلر ټاکل منظور شي، نو دا به په افغانستان کې د امریکا د جګړې نهم قوماندان وي.
تراوسه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومنده د جان نیکولسن پر غاړ وه او تر دې وروسته به میلر دا دنده پرمخ وړي.
تېره اونۍ هم داسې راپورونه خپاره شوي و، خو دا ځل د مېلر نوماندي په رسمي ډول تایید شوه.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت دنده په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشورې دي او د اړتیا په وخت کې د هوايي ځواک برخه کې مرستې کوی.
فکور نعیمي

Comments