میلر د ناټو ځواکونو قومندان شو

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نکلسن، نن په رسمي توګه خپله دنده سکاټ میلر ته وسپارله.
نکلسن نن د څوارلس زره امريکايې او شپږ زره ناټو ځواکونو قومنده ميلر ته وسپارله.
نکلسن چې کابل کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل غواړي چې د افغانستان جګړه د سياسي حل لارې پر مټ پای ته ورسيږي.
نيکلسن دا هم ويلی چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې په موخه ملي، سيمه يېزه او نړيواله اجماع جوړه شوې ده.
نکلسن وویل، په افغانستان کې مدني فعالان، د سولې غوښتونکي، د ښځو د حقوقو فعالان او سياسي مخالفين ټول سوله غواړي.
نيکلسن وویل داعش ډلې ډير سيمي له لاسه ورکړي دي او اوس مهال د افغان او امريکايې ځواکونو تر سختو فشارونو لاندي ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments