میسي په درې ګولونو خپله لوبډله نړیوال جام ته ورسوله

comments 0

هندوکش – ارجنتاین: ارجنټايني لوبغاړي لېونل ميسي د هېټرېک په جوړولو خپله ملي لوبډله نړيوال جام ته ورسوله.
ليونل ميسي د خپل هېواد ارجنټاين په ګټه پرلپسې درې ګولونه ووهل، چې له همدې امله ارجنټاين د اېکوادور پروړاندې درې د يو ګول سره ګټونکې او د 2018 کال د فوټبال نړيوال جام ګډونواله شوه.
د 2018 کال د فوټبال نړيوال جام سياليو ته د شپږو لويو وچو څخه 210 لوبډلو د غوراوي ټورنمنټ کې برخه اخېستې.
افغانستان د دغو سياليو په لومړي پړاو کې د لوبو بايللو له امله بهر شو.
د فوټبال نړيوال جام د دوه دېرش هېوادنو په ګډون د جون په څوارلسمه نېټه روسيه کې پېلېږي.
فوټبال نړيوال جام د نړۍ له مشهورو ټورنمنټونو ګڼل کېږي، دغه ټورنمنټ اوه اتيا کاله وړاندې په لومړي ځل شوی و چې د تېر ځل اتلولي يې د المان لوبډلې ګټلې.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply