میرویس یاسیني: ولسي جرګې ته ځیني نوماندان په ننګرهار کې پر جعلي تذکرو سټیکرونه لګوي

comments 0

هندوکش – کابل: په ولسي جرګې کې د خلکو استازې میرویس یاسیني وایې چې په ولسي جرګې کې شته ځیني وکیلان چې په ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د کار کوونکو په همکارۍ پر جعلي تذکرو سټیکر لګوي.
نوموړي یادې څرګندونې تیره ورځ په ولسي جرګې کې کړي دي.
د نوموړي په وینا،ده او د ولسي جرګې بل غړي فريدون مومند وړمه ورځ د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په ماماخېلو سيمه کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د يوه مرکز کار کوونکي په داسې حال کې بالفعل ونيول چې پر جعلي تذکرو يې سټیکر لګولي وو.
هغه زياته کړه:” تېره ورځ پر ۵۰جعلي تذکرو او تر هغې دوه ورځې وړاندې ۱۵۰جعلي تذکرې ثبت او سټیکر ور باندې نصب کړی شوي دي. ”
که څه هم نوموړې جزیات ورنکړل خو وویل چې اقتصادي مافياد انتخاباتو پروسې په جعل او درغلۍ کې په پراخه توګه لاس لري او که حکومت په دې برخه کې جدي ونه اوسي، په هېواد کې به د ډيموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ ووهل شي.
نوموړي دغه راز د خپلو خبرو په بله برخه کې ادعا وکړه چې د نوم ليکنې ځينې مرکزونه د يو شمېر احتمالي نوماندانو له خوا پېرل شوي او دغه مرکزونه د هماغه نوماندانو په ګټه کار کوي، خو نوموړي په دې اړه نه د کوم مرکز نوم واخيست او نه يې د کوم شخص نوم چې په ګټه يې کار کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments