میرمن شربت ګلې ته د ولسمشر له لارښونې سره سم جوړ شوی کور وسپارل شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د شنو سترګو هغه میرمن چې ټولې نړۍ د افغانستان په نوم پيژندله خو د پاکستان په هیواد کې تر سخت جبر وروسته يي خپل وطن ته مخه کړه.

میرمن شربت ګلې چې د ځوانۍ عمر يي په پاکستان کې تیر کړی وو د پاکستاني پولیسو د سخت ظلم او بنديخاني له تیرولو وروسته هیواد ته له راتګ سره سم د افغان ولس له تود هرکلي سره مخ شوه.

په خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني نوموړې سره ولیدل او دا يي د هیواد لپاره ستر وياړ وباله.

له ولسمشر سره د لیدنې سره سم نوموړې ته د کور کيلي هم وسپارل شوه او پرون د چارو ادارې یاد کور میرمن شربت ګلې ته تسلیم کړ.

ولسمشر ژمنه کړې چې د کور تر څنګ به میرمن شربت ګلې ته په هره برخه چې اړتیا شي آسانتیاوې برابرې کړي.

ياده دې وي چې میرمن شربت ګلې هم د يوې افغانې په توګه د ولسمشر د زړه سوي او خاصې پاملرنې له امله مننه وکړه او خوشالي يي څرګنده کړه چې پخپله ولسمشر ددې د بې کورۍ ستونزه حل کړه.

ياده  دې وي چې پاکستان په خپله خاوره او مقبوضه پښتونخواه کې تل افغان کډوال ځوروي او له همدې امله يو زيات شمېر افغانان اوس نور نه غواړي په ياد هیواد کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply