میدان وردکو کې د طالبانو یو روغتیاي مرکز ونیول شو

comments 0

هندوکش – میدان وردک: د افغان امیني ځواکونو په ځانګړو عمیاتو کې د وسله والو طالبانو یو روغتیایي مرکز کشف او ونیول شو.
نقیب الله امیني د میدان وردګو د پولیس ویاند رسنیو ته وویل، د طالبانو دغه روغتیايي مرکز کابل ته څیرمه په میدان وردګ ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ترسره شوو یو لړ عملیاتو په ترڅ کې کشف شوی دی.
د نوموړي په وینا، طالبانو په دې روغتيايي مرکز کې د لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا او همدا راز له نورو هغو سیمو څخه چې پکې وسله وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره جګړې کې ټپیان کیدل درملنې لپاره راوستل.
نوموړي کې څه هم دقیق ونه ویل خو زیاتې کړه چې اتکل کیږي د پاکستان دوې ډاکټراني هم د طالبانو په دې روغتیايي مرکز کې فعالیت کاوه.
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي اختر محمد طاهري په دې هکله ويلي دي چې عملیاتو پر مهالدرې عرادې موټر، یو ځانمرګی واسکټ، وسلې او نور تجهیزات له دې روغتیايي مرکز څخه کشف او ضبط شوي دي.
تردې دمه طالب وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply