میدان وردکو کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان ووژل شول

comments 0

هندوکش – میدان وردک: نقیب الله امینی د میدان وردکو د امنیه قوماندانې ویاند وویل، د پولیسو د ۰۱ قطعی په ځانګړي عملیات کې د طالب وسله والې ډلې دوه قوماندان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، عملیات د یاد ولایت سیدآباد اړون ولسوالۍ په کامران خیلو کې په لاره اچول شوي وو چې له امله یې د طالبانو دوه مشهور قوماندان قاری نجیب مشور به رهبر او ملا خزان وژل شوي دي.
نوموړې زیاتوي، یادو عملیاتو کې ۸ نور طالبان هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکي چې د ۰۱ ځانګړې قطعی عملیات په سید آباد کې په شاه وهل شوې او د ځانګړو ځواکونو یو موتر یې هم په بم تخریب کړې دې.
خو بلخوا بیا نقیب الله امینی د ذبیح الله مجاهد څرګندونې نه تاییدوي خو د موتر له تخریبیدو پخلې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply