میاخېل: انسان تښتوونکي دې سخت مجازات شي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي شامحمود میاخېل له عدلي او قضایې اورګانونو غوښتي چې انسان تښتوونکي سخت مجازات کړي.
والي میاخېل ویلي چې که چیرې نیول شوي انسان تښتونکي اشد مجازات شي نورو ته به د عبرت درس وګرځي.
د ننګرهار چارواکو کوچنی کرکټر احمد قریشي او ریحان الله د تښتونکو له پنچو خلاص کړي او کورنیو ته سپارلي دي.
د ننګرهار چارواکو ویلي کار کوي ترڅو انسان تښتونکي موخې ته تررسېدو وړاندې ژوندي ونیسي.
فرهاد شهراني

Comments