مک ماسټر: طالب مشران عیش عشرت کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مک ماسټر ویلي چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران په بهرنیو هېوادونو کې عیش او عشرت کوي او جنګیالي په افغانستان کې د اسلام او مذهب په نوم جنګوي.
مک ماسټر چې د مونیخ په کنفرانس کې خبرې کولې په ډاګه کړه چې د ترهګرو ډلو مشران او کورنۍ یې ارام ژوند لري او په افغانستان کې یې د جګړې اور بل کړی دی.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار ډاډ ښودلی چې له ناټو سره یو ځای کار کوي چې د افغانانو لپاره ارام ژوند برابر کړي.
مک ماسټر یو ځل بیا د امریکا په نماینده ګۍ له افغانستان سره مرستو ته ژمنتیا ښودلې او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply