مکسیکو کې د ډیناسور نوی ډول موندل شوی

comments 0

د مکسیکو لرغون پېژندونکو په دې هېواد کې یو نوی ډیناسور موندلی دی.
لرغون پېژندونکو د دې ډیناسور پاتې شونې له نن څخه ۸ کاله وړاندې موندلي وو.
د مکسیکو د لرغون پېژندونکو په وینا، دا پاتې شوني د ۷۰ میلونه کاله پخواني ډیناسور یو نوی ډول دی.
د دوی په خبره دغه ډیناسور ټیلاټولوفس نومېږي او اوږدوالي یې۱ اعشاریه ۳۲ متره دی.
لرغون پېژندونکي وایي، د دوی د پوستکي رنګ هم رنګین دی.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم په یاد هېواد کې د یو داسې ډیناسور پاتې شونې موندل شوې وو، چې پر هګیو ناست وو.
د معلوماتو له مخې ویل کېږي چې ډیناسور یو له هغو حېواناتو دی، چې له نن څخه يې ميلیونونه کاله وړاندې پر ځمکه ژوند کاوه.
له دوی څخه ځینې غوښه خوړونکي او ځینې یې واښه خوړونکي وي.

Comments