مکسیکو کې الوتکه لویدلې

comments 0

هندوکش – امریکا: مکسیکو کې د مساپر وړونکې جیټ الوتکې غورځيدو ۸۵ تنه ټپیان کړل.
د ایرو مکسیکو شرکت دغې الوتکې له الوتلو څو شیبې وروسته سقوط وکړ.
چارواکي وايي په دغه الوتکه کې ۹۷ کسان سپاره وو چې په ټپیانو کې یې د دوه تنو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د مکسیکو د اړیکو او ټرانسپورټ وزارت د دغې مساپر وړونکې الوتکې غورځيدل تایید کړي دي.
په خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې د الوتکې زیاته برخه سوځیدلې او لوګي ترې پورته کیږي.
د دغې الوتکې غورځیدو لامل نه دی مالوم خو په تړاو یې ډيرې جدي څيړنې روانې دي.
فکور نعیمي

Comments