مټیس: د هند هڅې د افغانستان په ګټه دي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د ثبات لپاره د هند له هڅو ملاتړ اعلان کړ.
د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس د اسیا دفاعي غونډې ته په وینا کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د ثبات او د پراختیايي پروژو ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي چې په سیمه کې د نړیوالو پراختیايي پروژو پلي کول به وکولای شي چې جګړه کمه او ثبات زیات کړي.
مټیس زیاته کړې چې امریکا له کانادا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو سره په ګډه سیمه کې د پراختیايي پروژو لپاره کار کوي
فکور نعیمي

Comments