مټیس: د افغانستان جګړه نه شخصي کیږي

comments 0

هندوکش – امریکا: په افغانستان کې د جګړې شخصي کول عاقلانه فکر نه دی.
تیره ورځ د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس له جنرال جوزیف ډانفورډ سره یو ځای په پینټاګون کې یوې خبري غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د جګړې او ځواکونو خصوصي کول اغیزمنه لاره نه ده.
ماټیس ویلي، کله چې د امریکا حکومت د خلکو پر باور په افغانستان کې جګړه پیل کړه، نو دا به مسؤلانه کار نه وي چې د جګړې مسؤلیت شخصي سرتېرو ته وسپاري.
د مټیس دغه خبره داسې مهال کېږي چې تر دې د مخه د یوې امنیتي شخصي کمپنۍ بلک واټر مشر اېرېک پرینس ویلي و، چې د ټرمپ حکومت د افغانستان د جګړې په شخصي کولو غور کوي.
په دې اړه افغانستان کې هم غبرګونونه راپورته شوي و، خو اوس مالومه شوه چې دا اوازې بې بنسټه دي او په دې تړاو هیڅ ډول فکر نه دی شوی.
فکور نعیمي

Comments