مټاخان کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې له پولیسو سره په نښته کې دریو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالروف مسعود وویل، تېر مازیګر طالبانو د مټاخان ولسوالۍ د په ملایانو کلي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ.
مسعود زیاتوي، په ځوابي برید کې د طالبانو یو سرګروپ حمزه ووژل شو او دوه نور طالبان سخت ټپیان شول.
هغه وایي، نښته کې پولیسو ته نرګ ژوبله نده اوښتي خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
عمران احمدزې

Comments