موږ به څنګه او کله قناعت کو؟

comments 0

تېره ورځ مې د کندز ولایت مقام پاڼې ته سره ورښکاره کړ چې د دې ولایت ملکي او نظامي مسوولین په یو وخت له کرونا او طالب سره په جګړه دي، خو له دې سره ـ سره بیا هم ځینو مغرضو اشخاصو د کندز ولایت پر مسوولینو باندې جعلي تورونه لګولي او د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره یې خپله ورانکاري ښودلې ده.
دې کې شک نشته چې هر ولایت کې به ادارې نیمګرتیاوې لري، په دې نیمګړتیاو د خلکو نیوکه ولسواکي ده او د بیان ازادۍ له مخې کولی شي نقد وکړي او د اصلاح لپاره یې وړاندیز وکړي.
خو داسې نه چې جعلي مکتوب او یا نوره جعل کاري وکړې او مسوولین د خپلې عقدې له مخې د خلکو پروړاندې کم راولې.
کندز یو له هغو ولایتونو دی چې د کرونا پرضد چمتووالی پکې زیات نیول شوی او پرته له دې چې ځانګړې بودجه ترلاسه کړي، د دې ولایت خلکو، مدني ټولنو، سوداګرو او مسوولو ادارو عامه پوهاوی ورکړی و، بسترونه یې برابر کړي او تر څنګ یې د خلکو لاسنیوی هم کړی دی.
همدا د کندز ولایت مقام پاڼه کې مې ولیدل چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې چمتووالی پيل شوی، هغه وخت چې کندز کې هیڅ مشکوکه پېښه نه وه ثبت شوې ولایت مقام له خلکو او سوداګرو سره په همکارۍ زیات چمتووالی نیولی و.
له دې سترګې نه شي پټیدلی، که یې څوک نه مني، لږ دې د ولایت مقام پاڼې ته سر ورښکاره کړي، هلته هر څه شته او د هر اقدام نیټه او عکسونه مالوم دي.
له دې سره یو ځای د کندز ملکي او نظامي اداره له یوې بلې کرونا سره هم په مبارزه اخته ده چې هغه طالب دی.
د نورو ولایتونو خلک به یواځې له کرونا سره مبارزه کوي، خو د کندز ولایتي اداره په یو وخت له کرونا او طالبانو سره مبارزه کوي.
دا کوم اسانه کار نه دی چې په یو وخت هم جګړه کوې او هم له کرونا سره مبارزه، خو په دې کې بیا هم ځینې خودغرضي راپورته کیږي او هڅه کوي چې د نظامي او ملکي ادارې دا ټولې هڅې په اوبو یوسي.
طالب قسم خوړلي دښمن ته کندز کې تمه وه چې د روژې له خاطره به اوربند وکړي، چې هم به خلک په ارامه عبادت وکړي او هم به له کرونا سره مبارزه چټکه شي، خو طالب چې خپلواک نه دی، اوربند و نه منه او هره ورځ ملکي وګړو ته په ماین چاودنو او مخامخ جګړو کې مرګ ژوبله اړوي.
زما غوښتنه به د کندز له خلکو دا وي چې که همکاري نه کوي، نو لږ تر لږه د خپلو شخضي اغراضو لپاره خو دې سپک تبلیغات نه کوي.
د کندز خلک ډير کار ته اړتیا لري، ولایتي اداره ژمنه ده چې شپه او ورځ کار وکړي، خو خودغرضه کړۍ دې بې ځایه تورونه نه لګوي چې د کندز خلک بې ځایه تشویش کې واچوي.
له کرونا سره مبارزه کندز کې ښه روانه ده، هم چمتووالی نیول شوی، هم د زیاتو خلکو لاسنیوی شوی او همهاله له طالب سره جګړه هم روانه ده، که داخلي او بیروني دښمن مو پریږدي، ډير ژر ده چې کرونا ته ماتې ورکړو

Comments