موندنې ښيي چې کندز کې طالبان وژل شوي

comments 0

23 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت هغه ویډیو له رسنیو سره شریکه کړه چې ښيي کندز کې د طالبانو مهم مرکز په نخښه شوی دی.
ویډیو چې د سهار له شپږ بجو پيل شوې، ټیک شل کم یوه بجه یې په دې مرکز دوه ګوزارونه کړي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، په دې برید کې یې د طالبانو لوړپوړي طالب مشران وژلي او ټپيان کړي دي.
د سهار شپږ او دري پنځوس دقیقې کشفي راپور د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو مرکز تعقیب کړی،
ویډیو کې ښکاري چې وسله وال کسان غونډې ته راځي.
د ملي دفاع وزرات مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، طالبانو د شمال شرق شورا جوړوله چې د جګړو لپاره چمتووالی ونیسي.
دا مرکز چې ملي دفاع وزارت یې د طالبانو تعلیمي مرکز هم یادوي، تر نږدې یوې بجې تعقیب شوی، کله چې دې مرکز کې ټول طالب مشران راټولیږي، دوه هوایي ګوزارونه پرې کیږي چې د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې اتلس لوړپوړي طالب مشران پکې وژل شوي او دولس نور ټبيان دي.
ويډیو کې هغه موټر سایکل سپاره او وسله وال کسان هم ښکاري چې د ملي دفاع وزارت په خبره، د غونډې د تنظیم او امنیت لپاره ګمارل شوي دي.،
له دې سره اجرایه رییس عبدالله عبدالله د کندز په برید کې د ماشومانو په مرګ ژوبله خواشینی دی، خو هلته د طالبانو د لوړپوړو طالب چارواکو وژنه د افغان ځواکونو لاس ته راوړنه یادوي.
ملي دفاع وزارت اوس دوه پلاوي ټاکلي چې سیمې ته لاړ شي او لا ډير مالومات له حکومت او خلکو سره شریک کړي.
دا هغه ویډیو ده چې کشفي الوتکو کړې او ملي دفاع وزارت د رسنیو په واک کې ورکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments