مومندره کې وسلې نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، په مومندرې ولسوالۍ کې د ځانګړي ځواکونو له لوري له یو کور څخه اته میله وسلې ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، دا وسلې د ځانګړي عملیاتو پر مهال تېره شپه نیول شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره، د وسلو په تړاو ۱۴ مشکوک کسان هم نیول شوي چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.
ننګرهار کې مومندره هغه ولسوالي ده چې وخت ناوخت پکې وسله وال طالبان فعالیت کوي او په دې ولسوالۍ کې یې درې ښوونځي هم سوځولي دي.
فرهاد شهراني

Comments