مومندره کې طالبانو له لوري سوځول شوی ښوونځی جوړ شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ د هزارناو عالي لیسه چې تیر کال یې اداري خونه او ځینې برخې د نا پيژانده وسله‌والو لخوا وسوځول شوې، د ځایي خلکو په مرسته بیرته ورغول شوې.

اوس د دې لیسې ورانې برخې د مومند خیریه بنسټ لخوا ورغول شوې چې د خلکو له هرکلي سره مخ دي.

تېر کال یوازې د هزارناو عالي لیسه نه وه بلکې په دغې ولسوالۍ کې پنځه بابه ښوونځي د وسله‌والو لخوا وسوځول شول.

ځايي خلک اوس خوښ دي چې افغان ځواکونو یې له سیمو طالبان شړلي او ښوونځیو ته ډلې ډلې ماشومان روان دي.

فرهاد شهراني

Comments