مومندره کې د طالبانو پرضد عملیات شوي

comments 0

1460 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ بیلې سیمه کې د عملیاتو په مهال ۱۹ طالبان وژل شوي دي.
د وژل شویو په ډله کې پنځه یې د طالبانو قوماندانان او اوه یې یې پاکستاني وسله وال دي.
د ننګرهار والي ویاند وايي، عملیات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د طالبانو په پوځي مرکزونو کړي دي.
حکومتي لوري همداراز ویلي چې اته نور وسله وال یې نیولي هم دي.
په وژل شوو وسله والو طالبانو کې د ارشاد مشهور په حاجي ، شمالي، قاري جنت مشهور په قاري عمر، ثاقب او افریدي په نومونو قوماندانان هم شامل دي .
په ترسره شوو عملیاتو کې ۵ میله پیکا،۴ میله راکټې،۹ میله کلاشینکوفونه، ۸ پایې ایکم مخابرې، شل د را کټ مرمۍ، ۹ کړۍ ماینونه،سل متره د ماینونو لین او یو شمیر نور پوځي وسایل نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments