مولوي تره خیل محمدي: په کندهار کې د غونډې جوړونکي افغانیت نه مني او دا کار د نورو په اشارو کوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: په کابل کې د میلاد نبي د مبارک ميلاد په ویاړ په څرخي پله کې په جوړه شوې ناسته کې په ولسي جرګه کې د  کوچيانو استازي مولوي تره خيل محمدي په کندهار کې د ځينو سياستوالو راټولیدل په کلکو ټکو وغندل.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل:« کندهار د تاریخونو او ملي وياړونو کور دی، هلته راټول ځينې په کور ناستي سیاستوال او د ملي شورا غړي د خلکو له احساساتو په استفادې هڅه کوي چې خپلو شومو موخو ته ورسيږي.»

نوموړي زياته کړه چې ددې ناستې جوړونکي د افغانستان د بربادۍ لپاره زمینه سازي کوي او افغانيت نه مني.

مولوي محمدي وويل:« په کندهار کې د جوړې شوې ناستې ډيری ګډونوال داسې څيرې دي چې افغانيت نه مني نو هلته چې دوی څه کوي او ملت راپاروي دا په اصل کې د افغان ولس تر منځ کرکو او نفرتونو ته زمينه سازي ده.»

نوموړي د سلګونو مخورو،علماوو او روڼ اندو په منځ کې پر دوی غږ وکړ چې له سياسي شرارتونو دې تير شي او د پرديو په اشارو دې خپل وطن نه ورانوي.

محمدي د طالبانو روانه جګړه هم پردۍ وبلله او ويي ویل:« پر طالبانو غږ کوم چې ستاسو په اوږه ټوپک پردی دی راشی نور پر خپل ولس رحم وکړئ او د پردۍ جګړې پر ځای د خپل وطن د آبادۍ په فکر کې شی.»

نوموړي يادې نيوکې په داسې حال کې وکړې چې د تیرې اونۍ په لړ کې په هلمند او پکتيا کې هم قومي مخورو، سياستوالو، روڼ اندو، مدني فعالانو او سیمه ایزو چارواکو د لويې جرګې ډنډوره چيان د پرديو په اشارو حرکت کونکي بللي وو.

په پکتيا کې ځوانانو د پراخ لاريون په لړ کې پر دوی غږ وکړ چې باید ملت ته حساب ورکړي او هسې په خبرداریو دې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بنيادي سمون او هوساينې د پروګرامونو پر وړاندې خنډ نه جوړوي.

د هلمند مخورو خبرداری ورکړی وو که چیرته شرخوښي په کور ناستي سياستوال له عقده مندانه کړنو لاس په سر نشي نه يوازې دا چې د دوی له جدي غبرګون سره به مخ شي بلکه پر ضد به يي جدي اقدامات وکړي.

ياده دې وي چې په کندهار کې د ځينو کابل ميشتو سياستوالو په اشارو جوړې شوې ناستې ته د بلخ والي عطامحمد نور او د دوستم زوی هم ورتلل چې حکومت يي د ورتګ مخه ونيوله او ياده ناسته هم پرون وځنډول شوه او نن پيل شوه.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply