مولانا سميع الحق د آی اس آی جاسوس دی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د ولسي جرګې غړي لالي حميدزي نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د طالبانو په اړه د پاکستاني ملا سميع الحق خبرې په کلکه وغندلې.

نوموړي وويل:« سمیع الحق د ای ایس ای جاسوس دی او څرګندونې یې شیطاني دي.»

نوموړي زیاته کړه:« ملا سمیع الحق په افغانستان کې د ټولو جګړو او وژنو مسوول دی ځکه دی د ای ایس ای ادارې په خوښه فتواګانې ورکوي او ددوی د فتوا پر مټ ترهګرې ډلې په افغانستان کې وژنو او بریدونو ته ادامه ورکوي.»

استازي وايي پاکستان مجبور دی چې د داسې خپل سرو او ترهګرو پالو ملایانو مخه ونيسي.

سميع الحق تر دې مخکې ويلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو روان وحشتونه مشروع دي او که امریکا پر پاکستان برید وکړي طالبان به د پاکستان دفاع وکړي.

استازي وايي ځينې بهرني جاسوسان کوښښ کوي چې افغان سرتیري کمزوري شي خو دوی د مشخص چا نوم وانخيست.

ياده دې وي چې پآکستاني ملایان تل د دين په نوم د پاکستان د بقا او افغانستان د بربادۍ په خاطر دين، مدرسه، طالبان، جهاد او الهي احکام وسيله کوي.

سپوږمۍ ـ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply