موسی قدرت معافیت ترلاسه کړی/عبدالمنان توحیدیار

comments 0

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د موسی قدرت په نوم د طالبانو یو قومندان چې په ظلم او وحشت کې نوم لري، له طالبانو معافیت ترلاسه کړی دي.
موسی قدرت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د قدرت ۲۴ساعته په نوم شهرت پيدا کړی دی، له دې کبله چې هغه ۲۴ ساعته پر خلکو ظلم کوي، دا نوم یې پيدا کړی دی.
د موسی قدرت اختطافونه
موسی قدرت د طالبانو په لیکو کې دی او له دې نوم او د هغوی له امکاناتو څخه په ګټنې خوږیاڼو او ان جلال اباد ښار کې خلک تښتوي او بیا یې د پيسو په بدل کې خوشې کوي.
طالبانو رهبري حتی له دې خبره ده چې قدرت په انسان تښتونه کې لاس لري او ډير زیات خلک یې د پيسو لپاره تښتولي، خو هغوی ځکه ورته څه نه وایي، چې د هغوی د ګټو لپاره ډير کار کوي.
طالبانو په لیکو کې همداسې کسان ډير نوم لري چې زیات وحشت وکړي، قتلونه وکړي، خلک وځوروي او… نور.
هغه کسان چې د موسی قدرت له لوري وتښتول شي او که کورنۍ یې پيسې ور نه کړي، هملته یې وژني او کار یې ورته ختموي.
د نشه‌يي توکو قاچاق
موسی قدرت د طالبانو له نوم او امکانو په ګټنې د مخدره توکو قاچاق او کاروبار کوي او له دې درکه په لاس راغلو پيسو باندې بیا د جګړې لیکې پیاوړې کوي.
قدرت د خوږیاڼو اړوند سیمو کې ټولې د نشه‌‌يي توکو فابریکې خپل لاس کې اخیستي او هر څوک چې د نشه‌يي توکو کاروبار کوي، باید موسی قدرت پرې خبر وي.
جنسي ځورونې
په دې وروستیو کې د موسی قدرت ویډیوګانې ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي چې لیدل کیږي، هغه جنسي ځوروني کوي، خو طالبان په دې ټولو باندې خاموش دي او د قدرت د دې سرغړونو مخه نه نیسي.
دا هر څه موسی قدرت ښکار کوي او ځینې کورنۍ حتی د ده د ظلمونو له کبله ښار او نورو سیمو ته ګډه شوي دي.
قدرت په خوږیاڼو کې په زنا او بچه بازۍ کې نوم لري او هر څوک یې له نوم څخه ډار لري چې ظلم او زیاتی پرې و نه کړي، خو بیا هم د مالوماتو له مخې ډيرې کمې کورنۍ به پاتې وي چې د موسی قدرت له ظلم څخه یې نجات پيدا کړی.
له پاکستان سره اړیکې
موسی قدرت له دې ټولو سرغړونو او جرمونو سره سره چې د نشه‌يي توکو قاچاق، غلا، انسان تښتونه، جنیسي تیري او قتلونه پکې شامل دي، له پاکستان سره مستقیمې اړیکې لري او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي.
موسی قدرت هر هغه کار کوي چې د پاکستان استخبارات ورته لارښوونه وکړي، له دې کبله چې قدرت له پاکستان سره پياوړې اړیکې لري، د طالبانو د مشرانو پرې هم زور نه رسیږي او خپلسري او سرغړونې یې دوام لري.

Comments