مودي: د نړۍ ملاتړ د افغانستان وضعیت ښه کولای شي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په لیدنه کې له افغانستان د نړۍ ملاتړ سیاسي حالت بدلولی شي.
مودي ویلي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ګټې د افغانستان پ ثبات کې خوندي کیدلی شي او اړتیا ده چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.
دواړو هېوادونو په افغانستان کې د صادقانه همکاریو هوکړه کړې او د یو باثباته افغانستان ګټه یې د ایران او هند لپاره اړینه بللې.
د ایرا ولسمشر حسن روحاني هم هند ته ډاډ ورکړی چې په خپل ټول توان به هڅه وکړي چې افغانستان کې د سولې په برخه کې خپل رول ثابت کړي.
تحلیل کوونکي باور لري چې له افغانستان سره د نړۍ د هیوادونو اړیکې تر بل هر وخت نږدې شوي، خو افغان حکومت دې له هیوادونو سره د اړیکو په ساتلو کې تعادل وساتي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply