مودي د افغانستان او هند هوایي دهلیز د پرانیستلو هرکلې کړې

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې د هند لومړي وزیر د افغانستان او هندوستان هڅې د اړیکو پراختیا لپاره ستایلي دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان- هند هوايي دهلیز د پرانیستل کېدو هر کلی کړی دی. او دغه کار یې د افغانستان او هند د اړیکو د پراختیا لپاره یوه بله هڅه بللې ده
نوموړې ټینګار کړی چې په دې برخه کې به افغان سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې رامنځ ته کېږي.
مودي هندي رسنیو ته ویلي دي چې ددغه دهلیز تر دې دمه لومړني کارونه دي او ښايي چارې یې تر دې هم پراخې شي.
نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني هم مننه کړې ده چې په دې برخه کې یې تل هڅې کړې دي او د هند او افغانستان ښو اړیکو ته ژمن دی.
تیره اونې د کندهار هوایي ډګر نه ۴۰ تنه سوداګریزې توکې هندوستان ته ولیږدول شول چې ویل کیږي دغه لري به په دوامداره توګه عملي کیږي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply