مودي: جنسي تیري دې نه سیاسي کیږي

comments 0

هندوکش ـ نوی ډيلی: د هند لومړي وزیر نریندار مودي ویلي، جنسي تیری باید سیاسي نه شي خو ټینګار یې کړی چې په هند کې وروستي جنسي تیري د دغه هېواد لپاره شرم و.

د هند لومړي وزیر دغه څرګندونې د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې کړي په داسې حال کې چې هلته د نوموړي پر ضد لاریون هم وشو.

دغه لاریون په لندن ښار کې د دغه هېواد له پارلمان بهر وشو چېرته چې مودي د بریتانیا له لومړۍ وزیرې سره لیدنه درلوده.

هند کې د جنسي تېریو په یوه وروستي قضیه کې د واکمن ګوند یو چارواکی هم تورن شوی دی.

Comments