مه کوه په چا وبه شي په ته؛ د طالب قوماندان کور خپلو بمونو والوځولو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: پرون ورځ ۴:۳۰ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالي کې درنې چاودنې د طالب قوماندان رحمان الله کور وران کړ.
رحمان الله د طالبانو مهم قوماندان و، چې درې کاله وړاندې د ډرون الوتکې په هوایي برید کې ووژل شو.
د سیمې اوسېدونکو او د کوټ ولسوال نجیب الله رحماني هندوکش پرېس ته وویل، چې چاودنه د هغو بمونو د انفجار له کبله شوې، چې طالب قوماندان رحمان الله په خپل کور کې ساتلي و.
د یادې چاودنې د ځاني زیان او قربانیانو په اړه لا جزیات نه دي تر لاسه شوي.
فرهاد شهراني

Comments