منګل: که طالبان سوله و نه کړي وژل کیږي

comments 0

هندوکش-ننگرهار: د ننګرهار والي ګلاب منګل ګواښ کړی که طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای نه شي وبه وژل شي.
والي ګلاب منګل چې په بټي کوټ کې د طالبانو له لوري د وژل شوې کورنۍ دعا ته ورغلی و له طالبانو غوښتنه وکړه چې دا جګړه دې نوره بس کړي چې ملکي وګړي او افغانان پکې وژل کیږي.
د ننګرهار والي خلکو ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو پرضد پراخ عملیات به پيلوي چې د دې ډلې له شره یې خلاص کړي.
هلته قومي مشرانو له دولت خپل ملاتړ څرګند کړی او غوښتنه یې کړې چې په ټول توان دې افغان ځواکونه د طالبانو پرضد عملیات وکړي چې دا ورانکاري ختم کړي.
درې ورځې وړاندې طالبانو د ملکي وګړو یو موټر چې د یوې کورنۍ ښځې او ماشومان پکې سپاره و په راکټ ویشتلی و او ټول یې شهیدان کړي و
فرهادشهرانی

Comments