منګل مشر ان: که چا بچي ښونځي ته ونه لیږل له قومي اصولو سره سم به ناغه شي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ پکتيا: د پکتيا د لجې منګل مشرانو پر ولس د ولسمشر محمد اشرف غني تر غږ وروسته« ۱۳۹۷ کال د پوهنې حال دی» پريکړه کړې چې ټول بچي به ښونځي ته ليږي.

د لجې منګلو قومي مشران وايي چې ډير ښونځي يي ودانۍ هم نلري خو دوی به تر اوو کلونو د ډير عمر لرونکي ټول ماشومان په ښونځي کې شامل کړي.

د يوې سيمه ایزې راډيو« ميلمه» له راپور سره سم د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکی ولي خان وايي:« د دې ولسوالۍ ټول خلک له زده کړو سره لېوالتیا لري، خو امکانات ورته ندي برابر شوي.»
نوموړی وايي، په لجې منګل ولسوالۍ کې ډېری انجونې په کورونو او مسجدونو کې زده کړې کوي، ځکه چې ښوونځي یا شته نه او که وي هم ودانۍ نه لري.
ولي خان په دې اړه داسې وويل: :«سږ کال زمونږ قومي مشرانو تړون کړی، چې ټولې هغه کورنۍ چې د اوو کلنو پورته ماشومان په کورونو کې ولري او په ښوونځي کې یې نه وي شامل کړي سږ کال شامل کړي او که هر چا له دې تړون څخه مخ وګرځوه، نو دوی به ټاکل شوې ناغه ورکوي.زمونږ په ولسوالۍ کې که درته ووايم ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري انجونې مو ډېری په کورونو کې زده کړې کوي او که ودانۍ ورته جوړې شي، نو ټول به خپلې لورګانې ښوونځیو ته ولیږي. »
د پکتیا د ولایتي شورا غړي ښایسته جان احدي د لجې منګل ولسوالۍ د قومونو دغه تړون، چې خپل ماشومان به ښوونځیو کې شاملوو، د پرمختګ نښه وبلله او له پوهنې ریاست نه یې غوښتنه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته خاصه توجه وکړي او هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، چې اوس یې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
ښایسته جان احدي په دې اړه وويل: « په لجه منګل ولسوالۍ کې چې هلته د علم قدر ډیر زیات دی، نو د قومونو دغه بېساری ګام چې دوی ایښی دا د ستایلو ده او په پوهنې ریاست مو همدا غږ دی، چې دې ولسوالۍ ته خاصه توجه وکړي، تر څو هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې اوس یې هلکان او انجونې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. »
د پکتیا ولایت د پوهنې ريیس کوچي ځاځي مېلمه راډيو سره په خبرو کې په لجې منګل ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ دغه تړون چې کورنۍ به خپل ماشومان ښوونځیو کې شاملوي د پوهنې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه ، چې په دې سره به په دې ولسوالۍ کې د بېسوادۍ ټغر ټول شي .
نوموړي دې ولسوالۍ ته د پوره پاملرنې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې هڅه به وکړي، تر څو د زده کوونکو په مخ کې پرتې ټولې ستونزې هوارې کړي.
کوچی ځاځی: « لکه څنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د پوهنې ریاست، د ولایتي شورا قدرمنو استازو او د لجې منګل قومي مشرانو تر منځ څو ځلې ناستې وشوې او په دې وتوانېدو چې هلته د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو او دا ددې سبب شو، چې دوی یو قومي تړون وکړ او دا تړون د پوهنې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده او مونږ به هڅه وکړو، چې په لجې منګل کې هغه ستونزې چې اوس د انجونو او هلکانو زده کوونکو په مخ کې پراتې دي هوارې کړو. »
د پکتیا ولایت په ډېری ولسوالیو کې اوس مهال انجونې او هلکان په لویه کچه ښوونځیو ته ځي، خو زرمت، جانیخېل او د ځدراڼ مېشتې هغه ولسوالۍ دي چې لاهم د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې لري او د انجونو ډېری ښوونځي یې تړلي دي.

سرچينه: ميلمه راډيو

Share this page to Telegram

Comments